د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۵:۱۳
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست او د حقوقي مرستو ریاست رئیسان چې د یاد وزارت د مشرتابه لازم ګڼلو په اساس په تبدیلۍ سره مقرر شوي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادو ریاستونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

د عدليې وزارت د مشرتابه مقام د لازم ګڼلو پر اساس مولوي رحمت الله حقاني د یاد وزارت د انسجام لوی ریاست مخکنی رئیس د حقوقي مرستو د رئیس په حیث او د یاد وزارت د حقوقي مرستو مخکنی رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري د عدلیې وزارت د انسجام لوی رئیس په حیث تعیین شوي دي.

په هغو مراسمو کې چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دو شنبې په ورځ د یادو رئیسانو د پېژندګلوۍ په منظور په دغه وزارت کې جوړ شوي وو، د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سید حبیب الحبیب او د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم یاد رئیسان د دغه وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د مدیریت په سیستم کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او یادو رئیسانو ته یې د نویو دندو مبارکي وویله او هغوی له پاره يې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لازیاتو بریاوو هیله وکړه.

د عدلیې وزارت نویو رئیسانو د یاد وزارت د مشرتابه مقام له اعتماد څخه د مننې او قدردانۍ په څرګندولو سره وویل چې د هغوی موخې ملت ته خدمت کول دي او په هر مقام او منصب کې چې د وزارت مشرتابه مقام اړینه وګڼي، په صادقانه ډول خدمت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS