د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۸:۴۳
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه هیئت ته استول شوې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې د علینګار ولسوالۍ د نور لام صاحب په دره کې د یو غره او د هغه د لمنې د ۱۴۶.۲۹ جریبه امارتي ځمکې د دوسیې په اړه چې د یادې ساحې څو تنه اوسیدونکي پرې دعوا لري، بحث او خبرې وشوې. هیئت د دعوا د لورو خبرو په اوریدلو سره، پریکړه وکړه چې له هغوی څخه استحضاري واخیستل شي ترڅو د علینګار ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پریکړه تطبیق کړي یا د عدم قناعت په صورت کې د هغوی موضوع اړوندې محکمې ته تحویل کړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د بادپښ ولسوالۍ د رسول خیل قوم عریضې په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او د دغې ولسوالۍ ولسوال ته لارښوونه وشوه چې هیچا ته د امارتي ځمکو د تصرف او پرې د دوکانونو جوړولو اجازه ور نه کړي.

په همدې توګه دی یو بل شخص دوسیې په اړه چې د دغه ولایت د مرکز په شمتيو کلي کې یو اندازه امارتي ځمکه په اجاره اخیستې او یو شخص د هغه د کار خنډ ګرځي، بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې یاد شخص د دغه هیئت راتلونکې ناستې ته وغوښتل شي او له نوموړي څخه استحضاري واخیستل شي ترڅو د امارتي ځمکې د اجاره دار د کار خنډ و نه ګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS