د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۳:۲۱
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه

په دغې ناسته کې د مخکنۍ ناستې موضوعاتو څخه بیاکتنه وشوه او ورپسې هیئت په دوو ګروپونو وویشل شوه چې لومړي ګروپ په کرنې ریاست کې له یو شمېر اشخاصو سره وکتل او د هغوی اړوند دوسیو او موضوعاتو په تړاو يې له هغو سره خبرې وکړې.

د هیئت دوه یم ګروپ د سیګۍ دښتې موضوع،  د ځیني خیلو او مندوزي قومونو موضوع او د حیدر خیل اړوند زیړۍ ترخې ساحې ۳۲ جریبه ځمکې موضوع بررسي کړه او اړوندو مراجعو ته استعلامونه وویشل شول.

دغه راز د باک ولسوالۍ بابکر خیلو قوم او کوچیانو موضوع او د یو بل شخص دوسیې راپور جوړ شو چې مرکزي کمېسیون ته به واستول شي. یو شمېر نور موضوعات هم د تخنیکي هیئت له خوا بررسي شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS