پنجشیر ولایت کې څه دپاسه د ۶۹ جریبه امارتي ځمکې تثبیت
![.](/sites/default/files/2023-07/pnchshyr.jpg)
د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت عنابې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
تخنیکي هيئت د دغه سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له ولسوال سره د کتنې او خبرو سربېره ملکان او میرانشان کلیو ته ولاړ او د ساحو په بررسۍ، ۶۹.۲۱۹ جریبه سپینه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص کړه.