د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت بګرام ولسوالۍ ته سفر وکړ.
یاد شوي هیئت د یاد سفر په ترڅ کې ۱۰۸ جریبه ځمکه چې د یو شخص لخوا په غیرقانوني ډول په اجاره ورکړل شوې وه بررسي کړه او د هغې له اجاره دار سره خبرې وکړې ترڅو ځمکه د کرنې له ریاست څخه په اجاره واخلي.
په همدې توګه یاد هیئت له یو بل شخص څخه سندونه وغوښتل او نوموړي اړوند سندونه هیئت ته وسپارل. هیئت له یو بل شخص څخه هم سندونه وغوښتل او تر دعوا لاندې ځمکه یې سکیچ او کروکي کړه. د خم کلان ساحه هم د هيئت لخوا بررسي شوه.