د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د روضه، نوآباد او علي لالا کليو د موضوعاتو په اړه بحث وشو او د هغو د سندونو صحت او سقم بررسي شو.