د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل او د یاد ولایت له والي سره کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۰:۴۶
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مرکز په چهل مرد کلي کې د یو شخص له خوا د امارتي غصب شوې ځمکې بشپړ شوی راپور  په کې وړاندې شو او د تائید وړ وګرځید.

په دغې ناسته کې، په قرقین ولسوالۍ کې د ښوونې د ریاست د معلمینو ښارګوټي غصب شوې ځمکې موضوع هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د قضيې د لورو سندونه بررسي شي او ورپسې هیئت د سندونو تطبیق په موخه ساحې ته ولاړ شي.

په همدې توګه په یاده ناسته کې، د جوزجان د بېلابېلو کلیو د ساحو په اړه د هیئت د بررسیو او څېړنو د پرمختګ راپور وړاندې شو او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

تخنیکي هیئت د جوزجان له والي سره هم وکتل او د ترسره شوو فعالیتونو، لاسته راوړنو، ننګونو، د خپلو اړتیاو په اړه نوموړي ته راپور وړاندې کړ.

د جوزجان والي د هیئت فعالیتونه وستایل او رضایت څرګند کړ او د دغه هیئت د فعالیتونو د چټکتیا په اړه لازمې لارښوونې وکړې. په همدې توګه نوموړي له تخنیکي هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS