د خوست ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۰:۲۸
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې امنیې قوماندانۍ ته دنده ورکړل شوه چې د کاروان سرای له ساحې څخه چې وړاندې تصرفات په کې منع شوي وو، په دوامداره توګه څارنه وکړي.

یاد شوي هیئت له یو شمېر فرادو سره د هغوی اړوند د کاروان سرای، للمي او د خوست یو شمېر نورو برخو د موضوعاتو او د ساحو دوسیو په اړه په جلا ډول بحث او خبرې وکړې.

دغه هیئت له غونډې څخه وروسته د یاد ولایت والي ته ولاړ او له نوموړي سره یې په باک ولسوالۍ کې د کوچیانو او بابکرخیل قوم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د موضوع دواړه لوري راتلونکې غونډې ته وغوښتل شول. په همدې توګه هیئت خپل یو لړ ستونزې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې او د والي له لورې هم په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS