سمنګان ولایت کې څه دپاسه ۱۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او نښاني کړل شوه
د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د ذوالحجې د میاشتې په ۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د ایبک ښار اړوند جګه بانده او آقمزار کلیو ساحو ته ولاړ او ۱۶۵۲.۷۳ جریبه ځمکه چې وړاندې بررسي کړې وه، امارتي تثبیت کړه.
دغه هیئت یاده ځمکه له تفکیک او تثبیت څخه وروسته، نښاني کړه او امنیتي مسؤلینو ته هم د امارتي ځمکو د ساتنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.