روحاني بابا ولسوالۍ ته د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکی هیئت سفر
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکی هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د امارتي ځمکو د غصب او تصرفاتو د مخنیوي په منظور د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د مموزیو سنګیني سیمې ته سفر وکړ.
تخنیکي هیئت د یادو ساحو متصرفینو ته معلوماتي استعلامونه وویشل او د اړوندو ارګانونو تر وروستۍ پریکړې پورې هر ډول تصرفات ممنوع کړل.
