د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د نره کوه پر ځمکو د دوو اشخاصو موضوع په اړه بحث او پریکړه وشوه چې له هغوی څخه شرعي او قانوني سندونه وغوښتل شي.
په دغې ناسته کې، د هوايي ډګر په شمال کې د یو شخص د ۷۸ جریبه ځمکې د زمیندارۍ په اړه پریکړه وشوه چې له نوموړي څخه سندونه وغوښتل شي. په همدې توګه د یاد شخص ادعا ته په کتلو سره، یو شمېر نورو افرادو په دعوا لاندې ساحه کې نمرې ویشلي دي او هیئت پریکړه وکړه چې له ویشونکو اشخاصو او د نمرو اوسنیو متصرفو اشخاصو څخه قانوني سندونه وغوښتل شي.
دغه راز په یاده ناسته کې، د ښاروالۍ ریاست او سناتور غفاري له لوري د هغوی تر ادعا لاندې د ځمکې په تړاو د وړاندي شویو سندونو په اړه بحث او پریکړه وشوه چې د دوسیې نیمګړتیاوي بشپړې او مرکزي کمېسیون ته واستول شي.