د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
![.](/sites/default/files/2023-06/daykndy1_1.jpg)
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت شهرستان او میرامور ولسوالیو ته د استول شوي ټیم راپور بررسي کړ او بحث لاندې ونیو.
په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې د څړځای او خاصې مرعی دوسیې د شرعي پریکړې په غرض محکمې ته واستول شي او دغه راز پریکړه وشوه چې کیتي او کجران ولسوالیو ته یو ټیم سفر وکړي او دریمګونو واحدونو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړي.