د دایکندي ولایت دریو ولسوالیو ته د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د غړو سفر
![.](/sites/default/files/2023-06/daykndy1_0.jpg)
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت موظف ټیمونو په تېرې اوونۍ کې شهرستان او میرامور ولسوالیو ته ولاړ او د یادو شویو ولسوالیو له ځايي مقاماتو سره یې ناستې جوړې کړې.
په دغې ناسته کې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت دندو، متحدالمالونو او له تخنیکي هیئت سره د ولسوالۍ د مقاماتو د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې د دوو ولسوالیو ولسوالانو او نورو سیمه ییزو مقاماتو له تخنیکي هیئت او په ولسوالیو کې د رامنځ ته شویو دریمګونو واحدونو له هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ، ډاډ ورکړ. په همدې توګه د دغې ولسوالۍ اړوند یو شمېر دوسیې چې هیئت ته راجع شوي، بررسي شوې.
موظف ټیم د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ پاتو ولسوالۍ ته سفر وکړ او له تخنیکي هیئت سره یې د همکارۍ په غرض له دریمګونو واحدونو څخه جوړه کمېټه رامنځ ته کړه.