د عریضه لیکنې د فعالیت جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه، آزموینه واخیستل شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۲:۳
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د آزموینې او د ارزونې برنامې د دغه وزارت په مقر کې جوړې کړې.

په یاده آزموینه کې د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست رئیس مولوي سکندر یحی عابد او د یاد ریاست نورو مسؤلینو د آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه. په دغې آزموینه کې د عریضه لیکوونکو د فعالیت جواز غوښتونکو شاوخوا ۱۵ تنو برخه اخیستې وه.

د عدليې وزارت وړ خلکو له پاره د عریضه لیکنې د جواز ویشلو په منظور، په میاشت کې دوه ورځې د سه شنبې په ورځو د عریضه لیکنې د جواز غوښتونکو څخه په دغه وزارت کې آزموینه اخلي ترڅو با استعداده او وړ خلک په اصولي او شفاف ډول غوره او د خلکو په کارونو کې د آسانتیاو د رامنځته کیدلو سبب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS