کندز ولایت کې څه باندې ۱۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۲۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشت په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه ولایت بېلابېلو برخو کې د امارتي ځمکو د تثبیت او استرداد برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د کرنې څیړنیز فارم د ۱۵۳ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او اړوند راپور یې وروستی شو او ټاکل شوې ده دغه راپور مرکزي کمېسیون ته واستول شي.  یاد شوي هیئت میر شیخ علي آباد کې د ۱۳جریبه او ۸ بسوې ځمکې دوسیه چې د یو شخص په تصرف کې ده، بررسي کړه او د دغې ځمکې د غیرشرعي متصرف د اعتراف پر اساس د ځمکې د استرداد او د اجارې ورکولو بهیر پر پیلولو تصمیم ونیو.

دغه راز د علي آباد په لاله میدان کې د ۱۵ جریبه او ۷ بسوې ځمکې دوسیه د دعوا د لورو په حضور سره بررسي شوه. یاده شوې ځمکه امارتي تثبیت شوه او په اړه یې تصمیم نیول راتلونکې غونډې ته وځنډول شول. دغه راز د علي آباد پل خشتې کې د ۳۱ جریبه للمي ځمکې په تړاو د دوو اشخاصو عریضه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د علي آباد ولسوالۍ د اراضۍ مسوول یې په اړه راتلونکې غونډه کې سپیناوی ورکړي.

د خان آباد شاخ تپه کې د ۲۵۶ جریبه امارتي ځمکې مسترد شوې دوسیه هم بررسي شوه او لارښوونه وشوه چې نیمګړتیاوې یې بشپړې او بیاځل مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS