د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشت په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د زابل شاجوی ولسوالۍ او د قلات ښار له اوسیدونکو سره چې غونډې ته غوښتل شوې وو، بحث او خبرې وشوې او د هغوی ستونزې واوریدل شوې.
دغه راز یاد شوي له یو شمېر اشخاصو سره د هغوی په تصرف کې د ځمکو سندونه وغوښتل او یو شمېرو ته یې هم استعلامونه وویشل.