د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۵۵
.

د پروان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشت په ۷ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د دغه ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت له اسلامي شریعت سره سم عیار کړي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپلې حاضرۍ ته پابند اوسي او د مراجعینو عریضو او دوسیو ته په غوره شکل رسیدګي وکړي. نوموړي د همکارانو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي امارت فرمانونو او ارزښتونو ته ژمن اوسي او د خپل هیواد مظلومو خلکو ته صادقانه خدمت وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS