د پکتیا ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۳۵
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت، د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په یاده برنامه کې، د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله او د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر ګډون کړي وو او دغه زندان کې ۲۰۴ تنو محبوسینو ته یې حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

یاد شوي هیئت لومړی د دغه زندان له مسوولینو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د بې وزلو زندانیانو نوملړ ترتیب کړي او د دغه ولایت د استیناف محکمې له ریاست سره یې شریک کړي ترڅو د هغوی له لوري له عدلیې ریاست سره شریک شي او هغوی له پاره وړیا مدافع وکیل وټاکل شي. 

وروسته یاد شوي هیئت په دغه زندان کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه ترسره کړه او د یاد زندان محبوسینو ته یې د دفاع وکالت د تعریف، د وکالت ډولونو او په حقوقي او جزائي قضیو کې د مدافع وکیل د تعیین په اړه پوهاوی ورکړ.

د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د عدليې ریاست له تل پاتې همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دغه راز برنامو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS