د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې میاشتې په ۴ نېټه د چهارشنبه په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو د بحث سربېره له یو شمېر قومي مشرانو سره هم بحث او خبرې وشوې.
په دغې ناسته کې، یاد هیئت د مرکز اړوند د وزیر کلا او داود خیلو دوسیې او د محمد آغې ولسوالۍ د ناظر دښتو دوسیه بحث او بررسۍ لاندې ونیوله.
یاد شوي هیئت د برکي برک ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل. هغوی د لوګر او میدان وردک ولایتونو ترمنځ د پولي د تعیین غوښتونکي شول ترڅو په ساحه کې قومي ستونزې او شخړې پای ته ورسیږي.