د کابل د زرګرانو د اتحادیه جوړلو په اړه ناسته جوړه شوه
د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ذوالقعدې میاشتې په ۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل ښار د زرګرانو د اتحاديې جوړولو په منظور غونډه جوړه کړه.
په دغې ناسته کې چې د یاد وزارت د انسجام لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، د یاد ریاست د جمعیتونو د چارو رئیس او د کابل ښار یو شمېر زرګرانو برخه اخیستې وه.
په یادې ناسته کې د زرګرانو د اتحادیې جوړلو، د رئیس او د اتحاديې د نورو مسؤلینو ټاکلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د یادو شویو زرګرانو د پاتې غړو په حضور سره بله ناسته هم جوړه شي.