د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مقاماتو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو له پاره د کړنلارو جوړلو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې ټول مرکزي ریاستونو د خپلو کارونو د ښه والي په منظور یوه جامع کړنلاره جوړه کړي.
په دغې ناسته کې د عدليې وزارت مرکزي ریاستونو ته لارښوونه وشوه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې د خپلو ریاستونو د کړنلارې مسوده بشپړې کړي او د دغه وزارت د تقنین ریاست ته واستوي او دغه راز له هغوی څخه وغوښتل شول چې د کړنلارې جوړلو په اړه د اړتیا پر مهال له نورو ریاستونو څخه مرسته واخلي او له یو بل سره همکاري وکړي.