د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د سرپرست او غړو په حضور سره جوړه شوه او خان آباد ولسوالۍ کې د یو اندازه ځمکې د استرداد موضوع او یو شمېر نور موضوعات په کې بحث او بررسي شول.

دغه هیئت د کندز د مرکز اړوند د عسقلان ساحې د دوسیې راټول شوي سندونه چې د کندهاریو، ناقلینو او ترکمنو قومونو تر شخړې لاندې ده، بررسي کړل او د یادې ساحې له استازو سره یې هم وکتل.

یاده قضیه په یو وخت کې د کندوز ولایت په ځانګړۍ محکمه کې هم رسیدګۍ لاندې ده او هیئت پریکړه وکړه چې راتلونکو ورځو کې د محکمې له مسوولینو سره کتنه او همغږي صورت ومومي ترڅو د کمېسیون له لارښوونې سره سم موضوع د یوې مرجع لخوا حل شي.

یاد شوی هیئت د خان آباد ولسوالۍ د بوین په کلي کې د ۷ جریبه ځمکې دوسیه د هغې د غیر شرعي متصرف په حضور کې بررسي کړه. د یادې ځمکې متصرف ومنله چې یاده ځمکه د سیند برخه ده او په کرنیزه ځمکه یې تبدیله کړې او اسلامي امارت ته یې د سپارلو له پاره چمتو دی.

یاد متصرف د دغې ځمکې د اجارې نیولو غوښتونکی شو او هیئت یاده ځمکه استرداد کړه او د اجارې ورکوونې په برخه کې یې لازمې لارښوونې صادر کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۲
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په کندز ولایت کې د شمال‌شرق زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په کندز ولایت کې له شپږو دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۳۹
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په جوزجان ولایت کې د څه باندې ۷۶۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هيئت په دې. . .

BACK TO NEWS