نیمروز ولایت کې څه باندې ۱۲۳ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه
د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند د ملاجمال کلي سرخ دک ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې يې ۱۲۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تفکیک کړه.
یاد هیئت اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو تثبیت شوې ساحه نښاني کړي.