د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۲۵
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د نرخ، دایمیرداد ولسوالیو اړوند د ځینو موضوعاتو او له محکمو څخه د ترلاسه شویو دوسیو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د ۵۰۸۴ او ۴۵۷۶ کادستر قطعو د بررسۍ او متصرفینو ته یې د استعلام ویشلو په منظور یو هیئت توظیف شو او د دایمیرداد ولسوالۍ د عامه او خاصه مرعی د ځمکو د تفکیک په اړه یو شمېر دوسیې د حکم له پاره دوه یم ځل محکمې ته واستول شوې.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئت د رئیس په مشرۍ یو هیئت د دغه ولایت په مرکز کې له یوې ساحې څخه چې یو شخص له ښاروالۍ سره د دغې ساحې په اړه ادعا لري، لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS