د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۵:۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د سرپرست (د عدلیې رئیس) او د هیئت د غړو په حضور سره جوړه شوه او پر څړځایونو د قومي شخړو اړوند دوسیه په کې بررسي  شوه.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت سکرتریت د عامه څړځایونو له وښو څخه د ګټې پورته کولو اړوند د قومي شخړو د دوسیې په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د غصب موضوع نه ده.

یاد شوي هیئت د قضیو له لورو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې عامه څړځای د عامو مالدارانو خلکو ملکیت دی او هیڅوک یې له ګټې پورته کولو څخه د ممانعت حق نه لري. هیئت پریکړه وکړه چې له اصولو، مقرراتو او د څړځای له قانون سره سم یو لارښوود ترتیب شي ترڅو له هغه سره سم د مسوولینو لخوا اجراآت ترسره شي.

په دغې ناسته کې، له محکمو څخه ترلاسه شوې یو شمېر دوسیې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول. د امام صاحب د کنجک ولسوالۍ اړوندې ساحې موضوع چې وړاندې د تخنیکي هیئت لخوا بررسي او تثبیت شوې وه، هم بحث لاندې ونیول شوه او د اړوندو ادارو او متصرفینو ځوابیې بررسي شوې او پریکړه وشوه چې د متصرفینو سندونو ته له ساحې سره تطبیق ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS