په فراه ولایت کې څه دپاسه ۵۸۰۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۲:۲۴

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت اناردرې ولسوالۍ ته ولاړ او زرګونه جریبه امارتي ځمکې یې په دغې ولسوالۍ کې تثبیت او تشخیص کړې.

یاد هیئت اناردرې ولسوالۍ ته په سفر سره د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې۵۸۳۲۴ جریبه امارتي ځمکې چې عامه مرعی او وقفي ځمکې په کې شاملې دي تثبیت او تشخیص کړې.

په یادو شویو ځمکو کې کرنیزې، وقفي، خاصه او عامه مرعی ځمکې شاملې دي چې یو شمېر افرادو او اشخاصو پرې تاسیسات جوړ کړي دي.

تخنیکي هیئت د دغو ځمکو متصرفینو ته استعلام ورکړ ترڅو د هغه له ځوابولو څخه وروسته لازم اجراآت ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS