د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امارتي سپین زر شرکت د ۱۵۱۵ جریبه ځمکې په تړاو چې وړاندې امارتي تثبیت شوې ده، بهارک ولسوالۍ ته د تخنیکي هیئت د سفر په اړه په کې بحث او د نظر تبادله وشوه.
په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئت د سفر موضوع په رسمۍ ډول بهارک ولسوالۍ ته خبر ورکړل شي او د همدې اوونۍ په پای کې تخنیکي هیئت د همغږۍ په غرض د یادې ځمکې د استرداد د څنګه والي په تړاو دغې ولسوالۍ ته سفر وکړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د شیوه دښتې په اړه چې تخنیکي هیئت له یادې ساحې څخه وړاندې لیدنه کړې، بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو.