د جوزجان ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۵۵
.

د جوزجان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د جوزجان ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد نظر فایق په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د ستونزو د هوارولو او چارو کې د لازیاتو همغږیو په منظور جوړه شوې وه او د عدليې رئیس په کې د دغه ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خپل دندې له اصولو او لایحې سره سم ترسره کړي او په تعیین شویو وختونو خپلو دندو ته حاضر اوسي.

نوموړي زیاته کړه: هغه کسان چې هیئتۍ له پاره توظیف کیږي باید په اړوند کتاب کې ثبت شي اوخپل راپور د یاد ریاست مقام ته وړاندي کړي او هغه کسان چې د رسمي دندو له پاره امارتي ادارو ته ځي هم باید نوم یې په اړوند کتاب کې درج شي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست اجیرانو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ریاست د نظافت په برخه کې جدي توجو وکړي او نور کارکوونکي هم باید دغه امر ته توجو ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS