د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۴:۳۰
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پریکړه په کې وشوه چې تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې او د علماو د شورا د استفتا د تطبیق په منظور ملکان، کوز زمانکور او د میرانشا کلا کلیو ته سفر وکړي.

په دغې ناسته کې، د یوې دوسیې په اړه چې استردادي قرار یې وړاندې صادر شوی وو او قرار د امارت په ګټه تطبیق شوی وو، پریکړه وشوه چې دوسیې بېاځل د مرافعې محکمې ته واستول شي. د فراج د مختار خیلو د هدیرې په اړه چې د یو تن لخوا غصب او یو شمیر عریضو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه د ساحې لیدنه وکړي او متصرفینو ته یې استعلام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS