د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په روحاني بابا ولسوالۍ کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۹:۹
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ ته ولاړ او له ځینو سیمو څخه یې لیدنه وکړه.

یاد شوي هیئت د روحاني بابا ولسوالۍ له ولسوال او نورو سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تثبیت په اړه یې خبرې وکړې او یادو سیمه ییزو مقاماتو له دغه هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تخنیکي هيئت له امنیتي ټیم سره د مموزیو، دیري او پوټي ساحو ته ولاړ او د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص په برخه کې یې اقدام وکړ.

یاد هیئت په دغې ساحه کې نوي تصرفات د څېړنو تر بشپړولو او وروستۍ پریکړې پورې منع کړل او متصرفینو ته یې معلوماتي استعلامونه وویشل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS