د لوګر ولایت د مرافعه محکمې له نوي رئیس سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۵:۶
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۹ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرافعې محکمې له نوي رئیس سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان، د تخنیکي هیئت د کاري کړنلارې او ځینې نورې موجودې ستونزې د مرافعې محکمې له رئیس سره شریکې کړل شوې او د کاري بهیر د چټکوالي په اړه بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت او مرافعه محکمه خپلو ترمنځ په همغږۍ او چټکتیا سره اړونده کارونه مخ ته یوسي.

د مرافعه محکمې رئیس او مسوولینو هم ژمنه وکړه چې له تخنیکي هیئت څخه استول شوې دوسیې ژر تر ژره تعقیب او بررسي کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS