د کنړ ولایت د موټر له پلورنځیو څخه لیدنه او څارنه وشوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۳:۶
.

د کنړ ولایت د عدلیې ریاست موظف هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د دغې لیدنې په لړ کې یاد شوي هیئت، د دغو موټر پلورنځیو د فعالیت جوازلیکوونه بررسي کړل او د یادو موټر پلورنځیو له مالکانو څخه یې وغوښتل چې ترڅو د هغو اشخاص په موندلو کې چې پرته له جواز څخه فعالیت ترسره کوي له دغه هیئت سره همکاري وکړي ترڅو له هغوی سره قانوني چلند وشي.

په دغې لیدنه کې، موظف هیئت د دغو موټر پلورنځیو له مالکانو څخه وغوښتل چې خپلو معاملو کې له رسمي سېټو او د نورو قانوني سندونو په پام کې نیولو سره کار واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS