د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت په میدان ښار کې مدعی بها ځمکه بررسي کړه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۱:۵
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي  تخنیکي هیئت د روژې میاشت په ۱۳ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز میدان ښار کې شهر نو ښارګوټي ته ولاړ او دغه ښارګوټي کې یې مدعی بها ځمکه له نږدې څخه بررسي کړه.

یو شخص د دغه ښارګوټي او د داوودخان مینې پر ځینو ساحو د مالکیت ادعاد درلودله او د سند په حیث یې له ۱۳۱۲ کال څخه یو فرمان او یو ټوک شرعي قباله دغه هیئت ته سپارلې ده.

یاد هیئت د قبالې د حدودو تطبیق په منظور یادې ساحې ته ولاړ خو د دغې قبالې تطبیق ځینې نیمګړتیاوې درلودلې له دغې جملې څخه د قبالې په شمال، ختیځ او لویدیځ برخو کې لامزروع ځمکې ذکر شوې وې؛ خو په سیمه کې یې توپیر درلود.

د یادې ځمکه په شمال کې لوی جر او د کابل- کندهار یو اندازه سړک، په ختیځ کې یې لوی جر او لویدیځ کې د کابل-کندهار سړک او د فولاد خانې لویه ویاله ده. یواځې د قبالې جنوب برخه چې غر او د اوبو چینه یاده شوې وه له یادې ساحې سره مطابقت درلود.

دغه راز د اصلاحي پلان له مخې، په شهرنو ښارګوټي کې ۱۸۶۴.۵ جریبه ځمکه شامله ده خو په یاده شوې قبالې کې ۱۲۸۰ جریبه یاده شوې او له حدوداتو سره سم ۱۴۸۱.۱۱ جریبه کیږي.

اوسمهال په ساحه کې د استوګنې نمرې، جوماتونو او تفریحي پارکوونه جوړ شوي او هیئت د جي پي اس ټکو په اخیستلو سره، له ځايي خلکو څخه وغوښتل چې تر وروستي تصمیم پورې په دغې ساحه کې له نویو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS