د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست د اوونیزې ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو د ریاست اوونیزه ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د حقوقي مرستو د رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوه.

یاده ناسته، چې د ستونوزو د هوارولو، د حل لار موندلو او د یاد ریاست د کاري چارو د ښه والي په منظور جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس، په ټاکل شوي وخت د اوامرو او د وزارت د مقام د لارښوونې د اجرا په تړاو خبرې وکړې او دغې برخه کې یې د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې. دغه راز نوموړي د اعتراضیو، دفاعیو او د صورت دعوا په برخه کې کتابونه چې د حقوقي مرستندویانو له اړتیاو څخه دي، معلومات ورکړل او ویې ویل چې د هغو د برابرولو وړاندیز یې د وزارت مقام ته وړاندې کړی او د مقام له منظورۍ او د هغو له برابریدلو څخه به وروسته، یاد کتابونه د دغه ریاست په واک کې ورکړل شي.

دغه راز د حقوقي مرستو رئیس وویل چې ولایتونو ته د پلاو د استولو او د ولایتونو د عدليې ریاستونو د حقوقي مرستو له آمریتونو څخه د لیدنې وړاندیز یې د وزارت مقام ته وړاندې کړی او دغې برخه کې یې د وزارت د مقام لارښوونه اخیستې ده.

دغه راز نوموړي د سروبي ولسوالۍ د محکمې له رئیس او د زندانونو له عدلي او قضايي بنسټونو سره د همغږۍ له رئیس سره د خپلې د کتنې په اړه چې د یاد ریاست د حقوقي مرستندویانو سره د همکارۍ په منظور ترسره شوې وه، معلومات ورکړل.

په دغې ناسته کې د یو شمېر نورو اداري موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS