پکتیا کې درې موټر پلورنځۍ د جعل کارۍ په دلیل وتړل شوې
د پکتیا ولایت عدلیې رئیس د یو هیئت په مشرۍ ددغه ولایت څمکنۍ ولسوالۍ ته ولاړ او په دغې ولسوالۍ کې یې موټر پلورنځۍ نظارت او کنټرول لاندې ونیولې.
په دغه سفر کې چې د موټر پلورنځیو د کنټرول او د موټر د نا قانونو پېر او پلورلو بازارونو تړلو په موخه ترسره شوی وو، د عدليې رئیس د دغې ولسوالۍ له ځايي مسوولینو سره وکتل او له هغوی سره یې د عدليې وزارت د مشرتابه مقام حکم شریک کړ.
د عدليې وزارت د مقام د حکم پر اساس هیڅوک نه شي کولای نقلیه وسایط په غیرقانوني بازارونو کې لکه جمعه بازار او اوونۍ بازار کې وپلوري او د موټورو د قانوني پېر او پلور یوازینۍ لار د قانوني جواز درلودونکو موټر پلورنځیو له لارې ده.
د څمکنۍ ولسوالۍ ځايي مسوولینو د یاد حکم له تطبیق څخه د عدليې رئیس ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د سرغړونکو مقابل کې اقدام کوي.
له غونډې څخه وروسته د عدلیې رئیس او ورسره مل ټیم په کنټرول او نظارت پیل وکړ او د موټرو درې پلورنځۍ او شپږ دوکانونه یې د جعلي سېټو د استفادې په دلیل مهرلاک او وتړلې. د یادو دفترونو له مسوولینو سره به د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو پر مطابق چلند وشي.
