د غور او غزني ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۲۴
.

د غور او غزني ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې جوړې شوې او د ځینو غصب شوي ځمکو د بررسۍ په اړه په کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو ځمکو د سندونو د بررسۍ په اړه په کې بحث  وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

هیئت د ګلدرې پنبه کار ځمکې موضوع بررسي کړه او پریکړه یې وکړه چې تخنیکي هیئت د سه شنبې په ورځ ساحې ته حاضر شي او خپل سندونه په ساحه کې تطبیق کړي.

دغه راز هیئت د معلمینو د ښارګوټي موضوع بررسي کړه او پریکړه یې وکړه چې ساحه کې په حضور سره، د ښارګوټي ځمکه ولیدل شي او د اشخاصو او اړوندو ادارو سندونه پرې تطبیق شي.

.

په همدې حال کې د غزني ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مهاجرینو ښارګوټي، سلطان محمود ښارګوټي او د پولیسو ښارګوټي ته څېرمه د ۱۷۰ جریبه ځمکې د موضوع په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې د هیئت غړو خپل نظرونه شریک کړل ترڅو د هیئت کارونه د منظم پلان له مخې پرمخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS