د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۲
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، تخنیکی هیأت ته د وړاندې شویو عریضي بررسي شوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول. وروسته تخنیکي هیأت ددغه ولایت د مرکز اړوند د ښارګوټي ساحې ته ولاړ د برمې کارونو يې ودرول او  هغه بوټي چې په غصب شویو ځمکه تازه کرل شوي وو له ځمکې څخه وایستل.

.

یاد شوي هیئت ځايي خلکو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوند معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړي. دغه راز تخنیکي هیئت هغوی ته وویل چې په امارتی ځمکو کې د څاګانو کیندل تر ثاني امر پورې بند دي او له سر غړونکو سره یی قانونی چلند ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS