پروان ولايت کي څه دپاسه ۳۸۹جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۴:۳۰
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هیئت د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه ولایت د بګرام ولسوالې د خم کلان سیمه اړوند نکاح خیل کلي ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په برخه کې، عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي تخنیکي هیئت په دغې ساحه کې د ۳۸ تنو غاصبینو پر کورونو او زراعتي کروندو خپل بررسي ترسره کړې چې د بررسۍ په ترڅ کې ۳۸۹.۵۱۱ جریبه ځمکه امارتي تشخيص او تثبيت کړي. غاصبینو ددغې ساحې د  ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړې او ځینو هم ځمکې پلورلې.

دغه راز تخنیکي هیئت ددغې ساحې د تصفیه له پاره د غاصبینو جدول جوړ کړ او د ۱۸۲۷ کدستري قطعې ختیځې پولې یې هم معلومې کړلې .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS