د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۰
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۱۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کرنې او مالدارۍ ریاست د رئیس په مشرۍ او د عدليې رئیس، د استیناف څارنوالۍ د رئیس، د ښاروالۍ د رئیس او ددغه ولایت د مستوفیت د رئیس په ګډون سره جوړه شوه.

یاده غونډه د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د تېرې ناستې پر موضوعاتو بحث وشو او راتلونکې غونډې له پاره د خوشکاوې د ځمکې، د موسی زیو د څړځای، د کلاچې د موضوع د تثبیت، د سفارک د ځمکې د بررسې او تثبیت موضوعات مشخص شول.

دغې ناسته کې د راتلونکو اجراآتو له پاره د کوتل او خلیلي کاریزونو د ځمکې د تثبیت موضوع ته لومړیتوب ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS