نیمروز ولایت کې څه دپاسه د ۶۰۰ جریبو امارتي ځمکو تثبیت

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۸
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د زرنج ښار د جنوب په بایناز او جمعه خان کلیو کې، څه دپاسه ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکې  تثبیت او تفکیک کړې.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، له عملیاتي پلان سره سم په یادو شویو کلیو کې ۶۴۱ جریبه ځمکه له املاکي دفترونو او کادستري نقشو سره سم امارتي تثبیت او تفکیک کړې.

د تخنیکي هیئت رئیس د یادې ځمکې د تثبیت په لړ کې وویل چې ددغې ځمکې یوه برخه خلکو ته په اجاره ورکړل شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د کمېسیون د تخنیکي هیئتونو له جوړیدلو څخه وروسته، تردې دمه په نیمروز ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه تثبیت او تفکیک شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS