پروان ولایت کې څه دپاسه ۳۲۲ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۱
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ په خم کلان ساحه کې دوو کلیو ته ولاړ او یادې شوې ساحه کې یې د ۴۸ غاصبینو پر کورونو او کرنیزو ځمکو يې خپل عملي اجراآت وکړل.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې  ۳۲۲.۳۱۴ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه او ۳۹.۸۰۴ جریبه یې له غاصبینو څخه استرداد کړه.

 په همدې توګه یاد هیئت ددغې ساحې د تصفیې په منظور د غاصبینو جدول ترتیب کړ.

.

په همدې حال کې د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هریرودو سیند ته څیرمه د باغستان ها ښاروګوټي موضوع ددغې حوزې د سیندونو د ریاست د انجنیرانو په حضور سره بررسي شوه او یاد انجنیران ددغه سیند د حریم تثبیت له پاره موظف شول.

دغه راز په یاده ناسته کې د مسلخ ۱۲۱۰ جریبه د ملکیتونو موضوع بررسي شوه  او د مستوفیت د مسوولینو لخوا دغې برخه کې معلوماتو وړاندې شول.

په یاده ناسته، د امارتي تثبیت شویو ساحو د پولو او کروکي له پاره د هیئت د تعیین په اړه چې  دشت میرمنه، چمن رباط غوریان، پهلوان پیري ساحې، رباط سرخ، مسلخ او نورې ساحې په کې شاملې دي بحث وشو او د ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS