کندهار ولایت کې ۷۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۱۰:۲۳
.

د کندهار ولایت د ځمکې د غصب دمخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت ډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د امارتي ځمکو د تثبیت په برخه کې اقدام وکړ.

یاد هیئت د ډنډ ولسوالۍ روح آباد، منصور غونډۍ او ده رجب ساحو ته ولاړ او ۷۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې يې پکې بررسي او تثبیت کړې. یادې شوې ځمکې د دریو اشخاصو لخوا غصب شوي او د تیلو یو ټانک هم پکې موجود دی. یاد هیئت له ځايي خلکو او ددغې ځمکې له متصرفینو سره وکتل او د غصب په اړه یې معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې له غاصبینو سره به له قانون او شریعت سره سم چلند وشي.

یاد هیئت ددغو ځمکو له غاصبینو څخه سندونه وغوښتل چې اوس مهال یې هیڅ ډول سندونه نه درلودل. هغوی ژمنه کړه چې د اسلامي امارت اصولو ته به ژمن اوسي.

په همدې حال کې، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې ټینګار وشو چې غصب شوي ښارګوټي او پلانې ساحې باید له غاصبینو څخه آزدې کړل شي.

یاد هیئت د بلندمنزلو له یو شمېر غاصبینو سره وکتل او له هغوی څخه یې د معلوماتي استعلامونو په ترڅ کې ځینې پوښتنې مطرح کړې.  دغه راز هیئت د بلند منزلونو له نورو مالکانو څخه یې قانوني سندونه وغوښتل او هغوی خپل سندونه وړاندې کړل چې بررسۍ لاندې ونیول شوو.

هیئت علینګار ولسوالۍ په پروايي ساحې کې د ۱۲۲ جریبه په اجارې ورکړل شوې ځمکې له دعوا کوونکو سره وکتل او هغوی ته یې استعلام ورکړ چې له دقیقې بررسۍ څخه وروسته به ددغې موضوع په اړه تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS