د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون لومړۍ ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۹:۲۲

د مدافع وکیلانو د عالي کمېسیون لومړۍ ناسته د روان هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د سترې محکمې، لوی څارنوالۍ، د کورونیو چارو وزارت، د ملي دفاع وزارت، د استخباراتو د ریاست او د زندانونو د چارو د ادارې او ددغه وزارت د مدافع وکیلانو او د حقوقي مرستو د رئیسانو او د مدافع وکیلانو د استازو په ګډون د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د عدليې وزارت سرپرست له عدليې وزارت سره د مدافع وکیلانو د ریاست د ادغام او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دغې برخه کې ګډونکوونکو له پاره مفصل معلومات وړاندې شوو.

په دغې ناسته کې د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس ددغه ریاست د کړنو او اجراآتو راپور وړاندې کړ او ورپسې د مدافع وکیلانو ستونزې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یاد ناسته کې، د مدافع وکیلانو ستونزې د عدليې وزارت د حقوقي مرستو او مدافع وکیلانو د ریاست د استازو لخوا غونډې ته وړاندې شوې او د سترې محکمې نظامي مرستیال ته دنده وسپارل شوه چې په محکمو کې د مدافع وکیلانو ستونزې د حل په برخه کې عاجل اقدام وکړي.

یاده ناسته کې د مدافع وکیلانو ستونزې هم په لیکل شوي ډول د کورونیو چارو وزارت، د استخباراتو ریاست، د زندانونو د چارو د ادارې او د محکمو له مسوولینو سره شریکې شوې او هغوی هم د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د مدافع وکیلانو نوو ستونزو ته د اړوندو ادارو لخوا په عاجل ډول رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS