د فاریاب او بغلان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۹:۵۶
.

د فاریاب او بغلان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د فاریاب ولایت تخنیکي هیئت له غونډې څخه وروسته ددغه ولایت جواجه سبز پوش ولسوالۍ ته سفر وکړ او ده نو، صحرائي قلعه، باي ماغلي، کمالزي، چیان چاقتي او ترقچي کلیو اوسیدونکو ته يې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل.

دغه راز یاد شوي هیئت هغو افرادو او اشخاصو ته چې د یکه پسته په نوم امارتي ساحې یې په غیر قانوني ډول استفاده کړي، پوهاوی ورکړ.

.

په همدې حال کې، د بغلان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د تېرې اوونۍ د کړنو او د هغې د ننګونو او ستونزو د بررسۍ په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې، د ځمکې د غصب پر مخنیوي ټینګار وشو او د مزایدې له لارې د امارتي استرداد شوې ځمکې د اجارې ورکوونې پریکړه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS