د کاپیسا او بدخشان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۹:۱۰
.

د کاپیسا او بدخشان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم یادو ولایتونو کې له ځینو غصب شویو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د کاپیسا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې پریکړه وشوه چې په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د ګلبهار د نساجي شرکت د امارتي ساحو د اوسیدونکو استازي چې ځینې برخه یې د یو شمېر اشخاصو لخوا غصب شوي ولسوالۍ ته وغوښتل شي او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان هغوی ته واورول شي او د مالکیت د ادعا په صورت کې خپل سندونه حاضر کړي.

په دغې ناسته کې، ددغه ولایت د مرکز د امارتي ساحو برخه کې چې د ریګ روان دښتې، شالي زار دښتې، چشمه آب مزار، ناګمان دښتې، د عاشقان دښتې او نورو ساحو په اړه پریکړه وشوه چې د بررسۍ د وروستۍ پایلې څخه وروسته استرداد شي او اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

دغه راز د نجراب ولسوالۍ د سولانک دښتې، تپه احمد بیک، د موسی خان دښتې او د چوکنباز دښتې  په برخه کې چې زیاته اندازه برخه یې امارتي تثبیت شوې، پریکړه وشوه چې یادې ساحې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي او امنیتي مسوولینو ته معرفي شي ترڅو له هغې څخه ساتنه وشي.

یاد شوي هیئت پریکړه وکړه هغه ساحې چې ددفاع وزارت، ددغه ولایت د ښوونې د ریاست، د ښاروالۍ ریاست او د مهاجرینو د ریاست اړوند دي یاد شوي ریاستونه له قانون سره سم خپل سندونه کمېټې ته وړاندې کړي ترڅو بررسي شي او پاتي سپینې ساحې هم بررسي لاندې ونیول شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ ته لیک ورکړل شي ترڅو د تثبیت شویو امارتي ساحو د ساتنې برخه کې، د غصب د مخنیوي او دغه راز دغو ساحو کې د پخپلسر تاسیساتو د جوړولو په مخنیوي کې همکاري وکړي.

.

په همدې حال کې د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت کشم ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ځمکې د مخنیوي برخه کې اقدام وکړ.

یاد شوي هیئت له سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل او د کمېسیون په اړه یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل او له اړوندو سیمه ییزو ادارو څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه. دغه راز هیئت د سیمه ییزو مسوولینو د مسوولیت لاندې ساحو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد په اړه ټینګار وکړ.

دغه هیئت یو ټیم موظف کړ ترڅو امارتي، وقفي او عامه مرعی ځمکې بررسي او سروې کړي ترڅو د یاد ځمکو مجموعي او غصب شوې اندازه په دغې ولسوالۍ ترلاسه کړل شي.

دغه راز یاد ټیم موظف شو چې د غاصبینو شهرت جوړ او د هغوی سندونه او مدارک راټول کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS