د غور او کابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۴:۱۸
.

د غور او کابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او هم یادو ولایتونو کې د ځینو غصب شویو ساحو په برخه کې بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د فیروز کوه ښار په دره قاضي کې د یو شخص د هستوګنې  نمرې بررسي شوې او یاده ساحه کې د هیئت پر حضور پریکړه وشو. دغه راز په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې ددغې ساحې د لویدیځې برخې د نمرو متصرفین هم حاضر شي او خپل سندونه وړاندي کړي.

یو بل شخص او د هغه شریکان يې په فیروز کوه ښار کې د هغوی د ولکې لاندې د ځمکو په اړه غونډې ته وبلل شول او د هغوی سندونه هم واخیستل شول ترڅو په دقیق ډول بررسي شي.

یو بل شخص هم چې د شهرک ولسوالۍ سمک ساحه کې د ونو د پرې کولو هڅه کړې وه او هیئت يې مخنیوی کړی وو، غونډې ته وبلل شوو او خپل سندونه يې غونډې ته وړاندې کړل. په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه ساحه وګوري او بررسي کړي او وروسته له هغې تصمیم ونیسي.

.

په همدې حال کې، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکي میاشت د کاري پلان جوړولو، د بررسۍ له پاره د مهمو ساحو مشخص کولو، د دوو تېرو اوونیو د راپور ترتیب او د بررسي شویو ښارګوټو د سندونو د ترتیب په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د راتلونکې میاشت پلان ترتیب شو او د کابل ښار او ولسوالیو اړوند مهمې ساحې د بررسۍ له پاره مشخص شوې  او هم د دوو تېرو اوونیو راپور ترتیب شو.

په دغې ناسته کې، د شپږ ښارګوټو سندونه هم بررسي شوو چې راپور به یې ډیر ژر مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

یاد هیئت له غونډې څخه وروسته د کابل له والي سره وکتل. د کابل والي د هیئت کړنې وستایلې او هم یې له هغوی څخه معلومات وغوښتل.

یاد شوي هیئت د کابل والي ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. د کابل والي هم له تخنیکي هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS