لغمان ولایت کې څه دپاسه ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۳:۵۲
.

د لغمان او هرات ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او لغمان ولایت کې له ۳۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه.

د لغمان ولایت تخنیکي هیئت قرغه یي ولسوالۍ ته ولاړ او پر امارتي ځمکو د غاصبینو د کار د مخنیوي په برخه کې د امنیتي حوزو د مسوولینو پر همکارۍ يې ټینګار وکړ.

یاد هیئت د قرغه یي ولسوالۍ صفوخیل ساحې ته ولاړ او د کادستر له نقشو سره يې سم ۱۲۴.۵۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.  ددغې ځمکې پر یوې برخه د غاصبینو لخوا کورونه جوړ شوي، یوه برخه کښت لاندې نیول شوې او یوه برخه یې سپینه ده. هیئت د غاصبینو شهرت هم مشخص کړ او له هغوی څخه يې قانوني سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت سرخکان ساحې ته ولاړ اوپه ۶ کادسترې قطعه کې ۱۷۵.۸۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. هیئت ددغې ځمکې له متصرفینو څخه یې هم قانوني سندونه وغوښتل.

.

په همدې حال کې، د هرات ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د سفیدبر او صاحب زاده ملکیتونه بحث لاندې ونیول شوو او هغه اشخاص چې پر دغې ځمکه د مالکیت ادعا درلودله احضار شوو. هیئت پریکړه وکړه چې یادشوې ساحې او سندونه یې هم بررسي شي.

په دغې ناسته کې، د بررسۍ لاندې او د تثبیت شویو ساحو په اړه پریکړه وشوه چې د تثبیت شویو او بررسي شویو قطعو کرښې او پولې د تخنیکي هیئت د غړو په سرپرستۍ د کادستر مسلکي ټیم پواسطه، مشخص او تعیین شي.

دغه راز یاده ناسته کې، د سپینو تثبیت شوو ساحو په اړه پریکړه وشوه چې دغه ساحې سمدلاسه د اړوندو ادارو په تصرف کې راوستل شي او د خلکو تصرف کې ځمکې هم د تصرف د ډول سره حدود او کروکي تعیین شي او د متصرفینو ځانګړنې هم په پوره توګه ثبت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS