د بدخشان او پکتیا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۵:۳۱
.

د بدخشان او پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شوي هیئت دغو ولایتونو کې د ځینو غصب شوو ځمکو څخه هم لیدنه وکړه.

د بدخشان ولایت تخنیکي هیئت د شپږمې ناحيې اړوند د قرغ دښتې د ساحې له استازو او ددغې ناحيې له رییس سره وکتل. یاد شوو استازو خپل سندونه له بېلابېلو دورو څخه د وخت رییس جمهور استاد رباني د حکم په شمول غونډې ته وړاندې کړل.

یاد شوي هیئت د ناحيې رییس ته دنده وسپارله ترڅو لازیات سندونه او مدارک راټول کړي ترڅو د هیئت بررسۍ لاندې ونیول شي.

.

په همدې حال کې، د پکتیا ولایت تخنیکي هیئت منصوري ۲۰۳ قول اردو ته څېرمه د ځاځي آباد ساحې څخه لیدنه وکړه. هیئت د یادې قول اردو د تصرف شوې ساحې د کره معلوماتو اخیستلو په منظور د هغې له تخنیکي مسوولینو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.

یاد شوي هیئت د ساحې له متصرفینو او قومي مشرانو سره هم وکتل او د کمېسیون، فرمان او اړوند مقررې په اړه يې هغوی ته معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د تثبیت او د غصب شوو ساحو د حدودو د تعیین په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او هم يې هغوی ته استعلام وویش.

ځايي خلک ادعا لري چې یاده شوې ساحه مخکني دولت کې د مهاجرینو د ښارګوټي په نوم هغوی ته ویشل شوې او د ښاروالۍ له لوري هم هغوی ته سندونه ورکړل شوي دي او هغوی هم ددغې ځمکې په بدل کې یو اندازه پیسې دولت ته تادیه کړي دي.

یاد شوي هیئت یاده سیمه نظامي او حساسه یاده کړه او ژمنه يې وکړه چې دغې برخه کې کره څېړنې ترسره کیږي او د هیچا حق به ضایع نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS