پروان ولایت کې څه دپاسه ۲۳۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۱
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې اړوند څینزیو کلي ته ولاړ او ۲۳۱.۶۱۳ جریبه ځمکه یې امارتي تشخیص او تثبیت کړه. پر یادې شوې ځمکې ۱۲۱ تنو غاصبینو کرنیزې ځمکې او کورونه جوړ کړي دي. دغه هیئت د غاصبینو جدول هم جوړ کړ.

.

په همدې حال کې د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

یاد شوي هیئت د عنابه ولسوالۍ د زمانکور کلي لوی سړک او سیند ته څېرمه ساحو له غاصبینو سره وکتل او هغوی ته یې استعلام وویش او له هغوی څخه يې شرعي سندونو وغوښتل. د یادو شو ساحو ځمکې وړاندې د تخنیکي هیئت لخوا تثبیت او تشخیص شوې وې.

یاد شوي هیئت، د غاصبینو له غوښتنې سره سم هغوی ته دوه ورځې وخت ورکړ ترڅو خپل سندونه او معلومات له هیئت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS