د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۲:۲۷
.

د نورستان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت رییس د موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د غصب شوو ځمکو د تشخیص، تثبیت او استرداد برخه کې د مهمو ګامونو په پورته کولو ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي وویل چې ددغه هیئت ستونزې باید له مرکزي کمېسیون سره شریکې شي ترڅو دغو ستونزو ته رسیدګي وشي.

یاده ناسته کې یو پنځه کسیز هیئت کابل ته د سفر او د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له مشرتابه سره ددغه هیئت د ستونزو شریکولو په منظور ، تعیین شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS